۵۴ کلن علي یاور د کابل په لویدیځ کې د یوې اوه کسیزې کورنۍ مشر دی چې د زينتي ډبرو د تولید او پروسس په یوه فابریکه کې کار کوي.
دی وایي چې په ورځ کې له اتو ساعتونو زيات کار کوي خو په مياشت کې يوازې اته زره افغانۍ معاش اخلي، کوم بل عاید او روغتيايي بيمه هم نه لري.
ده ازادي راډيو ته وویل، دا چې تنخوا یې کمه ده له خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره په یوې کرايي کوټه کې ژوند کوي:
“په دې درانه کار چې کوو يې زموږ تنخوا ډېره کمه ده، د ډبرو کار زښته زیات سخت دی، کله چې کارګر ټپي شي، يا ناروغان شو یا که په کور کې ناروغ ولرو، زموږ له تنخوا ورکول کېږي، د هر څه پیسې باید موږ خپله پرې کړو.”
د فابریکو د کارګرانو سربېره د طالبانو د حکومت له خوا ځینې ګوښه شوي کارکوونکي هم ورته اندېښنې لري.
دوی وايي، په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له بیکاره کېدو وروسته له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
د اقتصاد وزارت یوې ګوښه شوې کارکوونکې مرسل د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
“اوس چې د کار زمینه نشته، زموږ اقتصادي ستونزې زښته زیاتې شوې دي او ډېر ځورېږو، واقعاً زموږ لپاره ډېره سخته ده، کله چې مې دنده درلوده ورځنۍ ستونزې مې حلولې، کومه تنخوا مو چې درلوده په هغې به مو د ماشومانو د زده کړو مصرف کولو او د کور لپاره مو خوراکي توکي هر څه اخیستلی شول.”
د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې (امکا) پخواني چارواکي په افغانستان کې د کارګرانو د اوسني وضعیت او د دولتي کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه اندېښمن دي.
د دې ټولنې پخواني مشر معروف قادري ازادي راډیو سره خبرو کې د هغو حقونو او امتیازاتو په اړه وویل چې کارګران باید ترې برخمن وي:
“کارګران باید کاري چاپېریال کې ښه شرایط ولري، روغتیايي بیمه او د بې کارۍ بیمه ولري او د کاري مصونیت په ګډون کاري جامې ولري، چې له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې دا ټول حقونه او امتیازات له منځه تللي دي او له بده مرغه هغو کارګران او کارکوونکي چې کلونه یې زحمت ایستلی دی، له دندو لرې کېږي.”
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نن د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د کار نړیوال سازمان (ای ال او) په خپله ویب پاڼه اعلان کړی چې مصنوعي ځیرکتیا د ودې په حال کې ده او ډیری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.
سږ د کارګرانو د ورځې شعار دی "په کاري چاپېریال کې روغتیا او خوندیتوب" چې د کار په ځای کې د روغتیا او خوندیتوب په اهمیت ټینګار کوي۰
په افغانستان کې، په زرګونو کارګران په سختو شرایطو کې، له روغتیایي بیمې، د خوندیتوب د تجهیزاتو او یا د کار له قانوني مصونیت پرته کار کوي.
دا وضعیت د افغان کارګرانو د قربانیو لامل شوی دی او د ډبرو سکرو د کانونو او د ودانیزو سیمو کارګران ان د خراب کاري وضعیت له امله مړه شوي دي.
که څه هم د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څو ځله دا ادعا کړې چې د بېکارۍ ناورین او د کارګرانو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او هغوی د کار لپاره بهر ته استوي، خو د خلکو په وینا دا خبرې تر اوسه عملي شوې نه دي، بلکې برعکس، د طالبانو حکومت له خوا د کارکوونکو له دندو لیرې کول او د هغوی امتیازاتو کمول دوام لري.
د یادونې ده چې په ۱۸۸۶ کال کې یو شمېر امریکايي کارګرانو شیکاګو ښار کې مظاهرې وکړې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې، یو شمېر یې محکمې ته واستول شول اوپه مرګ محکوم شول. په ۱۸۸۹ کال کې د نړۍ د کارګرانو ټولنې کنګرې په پاریس کې د امریکايي د کارګرانو د استازي په وړاندیز پرېکړه وکړه چې هر کال دې د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارکرانو د نړیوالې ورځې په توګه ونمانڅل شي۰