د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست: دغه سازمان د «مزایک» طرحې د پلي کولو هڅې پیل کړي دي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي دغه سازمان د «مزایک» طرحې د پلي کولو هڅې پیل کړي دي.

خو نصیر احمد فایق ازادي راډیو سره خبرو کې طالبانو ته په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ سپارلو اړوند بحثونو اړوندګونګسي رد او «اوازې» یې بولي.

ښاغلي فایق زیاته کړه:

البته طالبان تل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ د ورکړې غوښتونکي
دي، خو د ملګرو ملتونواو نړیوالې ټولنې چې د افغانستان په قضیه کې له اغیزناکو هېوادونو جوړه ده، دریځ یې تل واضح دی، تر هغه چې یومشروع او ټولشموله حکومت په ځانګړې توګه د افغانستان نړیوالو تعهداتو او د انجونو او ښځو حقونو ته ژمن «حکومت» رامنځته نه شي،دغه راز تر هغه چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت کې بدلون رامنځته نه شي دا امر منتفي دی اود دا څوکۍ به طالبانو ته ور نه کړل شي.”

ښاغلی فایق وایي ملګرو ملتونو د «مزایک» په نوم طرحې چې په فبرورۍ میاشت کې د دغه سازمان د سرمنشي په غوښتنه برابره شوې او له طالبانو او ګڼو هېوادونو سره شریکه شوې، د پلي کولو لپاره یې هڅط پیل کړي چې دوی دی یې هرکلی کوي او د افغانستان د برخلیک معلومولو پهبرخه کې مثبت بولي.

د ښاغلي فایق په خبره، په دا طرحه د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت د شپږو مهمو غوښتنو ټولګه ده چې په خبره یې مهم موارد یې پهافغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړول، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو اړوند نړیوالو تعهداتو ته ژمنتیا ده.

خو د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دې طرحې کې نور موارد د مخدره توکو، ترهګرۍ سره د طالبانو مبارزه اوپه مقابل کې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ سپارل دي.

که څه نصیر احمد فایق د دې څوکۍ اړوند د خبرو پیل رد کړ او ملګرو ملتونو هم تر اوسه څه نه دي ویلي خو دغه سازمان کې د افغانستان ددایمي استازولۍ لپاره د طالبانو د حکومت نوماند او په قطر کې د دوی د حکومت سفیر سهیل شاهین دا بحثونه نېک اقدام بولي او وایي چې په یاد سازمان کې د دوی حضور مهم او حق یې دی.

نوموړي د می په ۴مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون په ایکس پاڼه خپور شوي غږیز پیغام کې ویلي:

“د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ ورکړې پر سر بحثونه یو نېک اقدام دی،په ملګرو ملتونو سازمان کې دافغانستان د اسلامي امارت د استازي موجودیت یوه اړتیا او د افغانستان د اسلامي امارت حق دی،په ملګرو ملتونو کې داسلامي امارت د استازي په شتون کې کولای شو د بېلابېلو مسایلو حل ولټوو،له بده مرغه په تېرو کلونو کې په دې سازمانکې د افغانستان د استازي د نشتون له امله په بېلابېلو مواردو کې جدي ستونزې موجودې وې.”

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله راپورونه ورکړي وو، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما)پهدغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ سپارولو په موخه بحثونه او سلا مشورې کړې دي.

خو د سیاسي چارو ځینې پوهان او دیپلوماتان وايي، ملګري ملتونه د «مزایک» طرحې په چوکاټ کې هڅه کوي د افغانستان د راتلونکي حکومتجوړښت او برخلیک معلوملولو لپاره وېشلي نظرونه ، غوښتنې او هڅې منسجمې کړي.

له دې ډلې پخواني دیپلومات او د چارو شنونکي غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل:

“په دې ترتیب بیا به هم هڅې وشي چې طالبان یو ځل بیا د دوی د تعهداتو عملي کولو لپاره راوبلل شی خو دا چې په ملګروملتونو کې به افغانستان د استازولۍ څوکۍ دوی ته ورکړل شي زه فکر نه کوم چې لااقل نږدې متصور راتلونکې کې دې دا کاروشي ځکه دلته باید د ټولو اقداماتو یو کامپلېکس یا مجموعه ترسره شي،همدا اوس هم د طالبانو د ۱۸ مشرانو نومونه دملګرو ملتونو تور لېست کې دي، او حداقل د امنیت شورا د پنځو مهمو غړو هېوادونو تر منځ په دې اتفاق د نظر نشته.”

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته، دوی څو ځله ټینګار او غوښتنه کړې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍڅوکۍ د د دوی د حکومت نوماند سهیل شاهین ته وسپارل شي، خو ملګرو ملتونو په ځلونو ټینګار کړی چې طالبان باید ټول نړیوال اصولخصوصا بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

‏د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې په یاد سازمان کې د یوه هېواد د دایمي استازولۍ څوکۍ یوازې هغه حکومت ته سپارل کېږي چې د نړیوالمشروعیت، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د اکثریت له خوا په رسمیت پېژندل شوی وي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېوادپه رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG