د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

د کډوالو لویه کمیشنري وايي، له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو له ایستلو سره د کډوالو اړتیاوې ډېرې شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مې تر اوومې پورې، له پاکستانه څه باندې ۱۶۷ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي،

ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او خپل هیواد ته د ستنولو بهیر په چټکېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي، د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر اوومې پورې، له پاکستانه ۱۶۷ زره او ۵۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یون‌اېن‌اېچ‌سي‌ار د مې پر اتمه خپور کړي راپور کې ویلي، له دغو ستنو شویو له ډلې له ۳۳ زرو زیات یې په زور ایستل شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ستنو شویو کډوالو کې ۵۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي، او ۵۹ سلنه نور یې ماشومان دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې یوازې د اپرېل په میاشت کې، ۲۶ زره او ۷۴۶ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي، چې ډېری دا نیونې په پنجاب او بلوچستان کې شوې دي.

خو دا چې دا کډوال بېرته خوشې شوي او که نه اوس هم په بند کې دي په دې اړه په راپور کې جزیات نشته.

د خیبر پښتنخوا ایالت په پېښور ښار کې د پاکستاڼي پولیسو له خوا یو نیول شوي افغان کډوال چې بېرته خوشې شوی او ویې نه غوښتل په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:

«دوې ورځې وړاندې کبوتر چوک ته روان وم، چې د پاکستان پولیسو ونیولم. ما ورته د UNHCR کارت، پاسپورټ، او د سفارت له لوري ورکړل شوې د خوندیتوب لیک وښود، خو دوی ته دا هېڅ د منلو نه وو. غوښتنه یې دا وه چې یا مې له ځان سره یوسي یا رانه پیسې واخلي. ما ورته ۵۰۰۰ کلدارې ورکړې او خوشې یې کړم.»

په ورته وخت کې، یون‌اېن‌اېچ‌سي‌ار په یو جلا راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه د مې تر اوومې نېټې پورې، له ایران څخه ۴۷۲ زره او ۴۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۲۷۴ زره کسان په زور ایستل شوي دي.

خپل هیواد ته یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

یوه له دوی څخه، چې تازه له پاکستانه ستون شوی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي رادیو ته وویل:

«کله چې افغانستان ته وشړل شو، زموږ ټول شیان هلته پاتې شول. دلته اوس اقتصادي وضعیت صفر دی، کورونه زاړه دي، کار نه شته، روغتیايي مرکزونو کې نه دوا شته نه امکانات، زموږ ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسناده افغان کډوال ایستل پیل کړي دي. د یون‌اېن‌اېچ‌سي‌ار د معلوماتو له مخې، له هماغه وخت راهیسې تر اوسه، له یو میلیون زیات افغان کډال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه هبواد د روان مبلادي کال د اپریل له لومړۍ نېټې د اې سي سي یا افغان تابعیت لرونکو کارتونو ایستل هم پیل کړي دي.

همدارنګه، ایران هم په تېرو دوو کلونو کې ډېر هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، نیولي او بېرته‌یې افغانستان ته شړلي دي.

یون‌اېن‌اېچ‌سي‌ار ویلي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه، ۳.۵ میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دې حالت د افغانستان بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG