د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د مې په ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې تازه ملا هبت الله د طالبانو د استخباراتو د مسولینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني سیمنار کې دا سپارښتنه کړې چې د شکونو پر بنسټ له نیولو هم ډډه وکړي.
خو په بیان کې دا هم راغلي چې نوموړي استخبارت د حکومت د ملا تیر ګڼلی او زیاته کړې چې دوی باید هیچاته اجازه ورنه کړي چې په ښکاره یا په پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي.
د طالبانو مشر له استخبارتي مسوولینو داسې مهال دا غوښتنه کوي چې پر بندیانو ظلم ونه کړي چې یو شمیر هغه کسان چې د طالبانو حکومت د استخبارتو په زندانونو کې یې بند تیر کړی ادعا کوي چې له سختو شکنجو سره مخامخ شوي دي.
د ښځو د حقونو فعاله نرګس سادات چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو استخباراتو نیولې وه او له ۶۶ ورځني بند وروسته خوشې شوه ازادي راډيو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو په زندان له فزیکي او رواني پلوه سخته شکنجه شوې ده: "طالبان زندانیانو ته بیلابیلې شکنجې ورکوي، لکه د برښنا شارټونه، په یخو اوبو کې د سر ننویستل، وهل ټکول، روحي تکلیفونه، خوب ته نه پرېښودل، داسې لایټونه یې درلودل چې هغه یې درته سترګو ته مخامخ کول چې خوب ونه کړې، د زندان خونه ډېره سړه او یو ډول وحشتناکه وه چې بد بوی یې درلود."
د ښځو د حقونو بله فعاله ظریفه یعقوبي چې دې هم د طالبانو د استخبارتو زندان تیر کړی د ورته وضعیت کیسه کوي: "د طالبانو په زندان کې بیلابیلې شکنجې شته، وهل ټکول او برقي شارټونه یې معمول دي، خو هغه ولایتونه چې د رسنیو له پوښښ لیرې دي هلته زما د معلوماتو پر بنسټ په ښځینه زندانیانو تیری هم کیږي او شکنجه هم ورکول کیږي."
په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمیر پوهان هم وايي، د طالبانو په حکومت کې د بېلابیلو کسانو د نیولو، محاکمه کولو او زنداني کولو پروسه غیر رسمي او له بشري حقونو پراخه سرغړونه ده.
له ډلې یې اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو تر اوسه هغه قوانین نه دي تصویب کړي، چې په نړیواله کچه د تایید وړ وي او د افغانانو له لوري مشروعیت ورکول شوی وي یانې د لویې جرګې له لوري، نو زه ویلای شم افغانان چې د جرم له ادرسه له زندان سره مخ کیږي له بده مرغه ډېر ظالمانه چلند ورسره کیږي ځکه قانون نشته."
که څه هم طالبانو په تېر کې د دوی د استخباراتو په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو وخت ناوخت د طالبانو په په ځانګړي ډول ډول د استخباراتو په زندانو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینیت هم مخکې ازادي راډیو سره په يوې ځانګړې مرکه کې ویلي وه، ده ته راپورنه رسیدلي چې تر ټولو ناوړه چلند د استخباراتو په عمومي زندانونو او هغو شخصي زندانو کې کېږي چې د ده په خبره طالب قومندان یې اداره کوي.
د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې د شکنجې په وړاندې د نړیوال سازمان د بشري حقونو همغږې کوونکې سیبل ماني افغانستان ته له یو له سفر وروسته رسنیو ته ویلي وو هغو فعالانو چې د طالبانو زندانو یې لیدلي ورته د سختو شکنجو تر څنګ د ناوړه چلند او ان جنسي ځورونو کیسې کړې دي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ډیری نیونې د دوی د استخباراتو د ادارې له خوا کېږي، چې مدني، د زده کړو د برخې او د بشري حقونو فعالان، شنونکي او خبریالان هم په کې شامل دي.
ډیری دوی تر لنډ وخت ورسته بېرته خوشې شوي خو یو شمیر لا هم په زندان کې دي.
تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د خوشحال په نوم د یوې سیمه ییزې رسنۍ د مسوول سلیمان راحل د نیولو خبر هم ورکړی دی، خو د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.