دغزې دبشري مرستو بنسټ وایي د شنبې په ورځ یې مرکزونه دحماس ډلې د ګواښونو له امله وتړل.
دغه بنسټ چې دامریکا دامنیتي او لوژیستیکی کمپینو په مټ کار کوي وویل چې دغو ګواښونو ددوی دفعالیت مخه نیولې خو فلسطینی جنګیالو دا تور رد کړ.
حماس دامریکا او اروپایی اتحادیې لخوا یوه ترهګره ډله پیژندل شوې ده.
د حماس یوه چارواکي رویټرز خبرې آژانس ته وویل چې هغه ددغو "ادعا شویو ګواښونو" په اړه هیڅ معلومات نلري.
امریکا او اسرائیل حماس دملګرو ملتونود بشري مرستو په غلا تورنوي . خو حماس دا تور ردوي.
دغزې دبشري مرستو بنسټ (GHF) چې دامریکا او اسرائیل له ملاتړه برخمن دی ، په خپلې عربي ژبې فیسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې د غزې په جنوب کې د رفح په مرکز کې به یو مرکز د یکشنبې په ورځ بیا پرانیستل شي.
په ورته وخت کې، اوسیدونکو ته ویل شوي چې د پرانیستلو ساعتونو دمخه مرکز ته نږدې نشي. که نه نو، دوی به ونشي کړای چې دخوراکي موادو بستې وویشي.
دغزې دبشري مرستو بنسټ GHF د جمعې په ورځ هم د امنیتی دلایلو له امله خپل د ویش مرکزونه وتړل او له اوسیدونکو یې وغوښتل چې له تاسیساتو څخه لرې پاتې شي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې، اسرائیل غزې ته د مرستو رسولو بندیزکې آسانتیا ومنله .خو د مرستو ویش دملګرو ملتونو د مرستندویه سازمانونو او نورو موسسو په ځای د غزي دبشری مرستو بنسټ په غاړه واخیست.
دجرمنی دخبري آژانس د رپوټ په اساس ، دغزې دبشري مرستو په بنسټ انتقاد شوی چې د ملکي وکړو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او دبشري بی طرفانه مرستو د ویش د منل شويو معیارونو څخه یې سرغړونه کړې ده.
تېره اونۍ، ملګرو ملتونو وویل چې ګڼ شمیر فلسطینیان "د لوږې سره مخ دي"، او ددوی د ورځني انرژۍ مصرف د هغې اندازې څخه ډیر کم دی چې د انسان بدن د ژوندي پاتې کیدو لپاره ورته اړتیا لري.
اسرائیلي ځواکونه د غزې په تړانګه کې د حماس سره ځکه په جګړه بوخت دي چې ددغې ډلې ملیشو اومتحدینویې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ په اسراییلو باندې بې ساری برید و کړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ تنه نوریې برمته کړل.
فلسطینی منابع وايي، په تیر یوه کال او اوه میاشتو کې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې له ۵۴۰۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي . خو دانه دي ویل شوي چې په دغو کسانوکې څومره شمیر ولسي او څومره پوځي کسان وو.