د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

ډونالډ ټرمپ د اوربند هیله من دی؛ نن د اسراییل او ایران د بریدونو څلورمه ورځ ده


د ایران د ویجاړو شویو سیمو یو انځور
د ایران د ویجاړو شویو سیمو یو انځور

ډونالډ ټرمپ د اوربند هیله من دی؛ نن د اسراییل او ایران د بریدونو څلورمه ورځ ده

ولسمشر ټرمپ چې په کاناډا کې د G7 سرمشریزې ته د تګ پر مهال له خبریالانو سره غږېده زیاته کړه چې امریکا به د اسراییلو د دفاع ملاتړ ته دوام ورکړي.

«زه هیله لرم چې یوه موافقه وشي. زه فکر کوم چې دا د یوې موافقې وخت دی او موږ به وګورو چې څه پیښیږي. ځینې وختونه باید سره مبارزه وکړي خو به وګورو چې څه پیښیږي»

رویټرز لیکلي ټرمپ دا پوښتنه بې ځوابه پرېښوده چې ایا له خپل متحد اسراییل یې غوښتي څو پر ایران بریدونه ودروي؟

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه يي د ترور لپاره د اسراییلو طرحه وېټو کړې وه یا نه وه منلې.

دا خبره د ټرمپ له دې اقدامو دوو با خبره امریکايي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط رویټرز ته کړې وه.

د ایران رهبر علي خامنه يي
د ایران رهبر علي خامنه يي

نن پر ایران د اسراییلو د بریدونو څلورمه ورځ ده چې ورسره هممهاله د پلازمینې تهران په شمول له ګڼو ښارونو د ډېرو اهدافو د لګېدو او خلکو ته د مرګژوبلې د رسېدو راپورونه ورکول کېږي.

د دوشنبې سهار وختي د ایران په څو ښارونو کې د چاودنو او ورسره د دافع هوا د سیسټمونو د فعالېدو غږونه اورېدل شوي.

مشهد کې چاودنه
مشهد کې چاودنه

د ایران دفاعي سیسټمونه د اسراییلو د بریدونو د دفاع او شنډولو په هڅه کې دي خو په اکثرو مواردو کې پاتې راغلي.

د اسراییلو پوځ د دوشنبې په سهار وختي اعلان کړی چې دوی د ایران په پلازمینه کې د توغندویو د ویشتلو په مرکز بریدونه کوي.

څو ساعته وړاندې، هم اسراییلي پوځ تایید کړې وه چې دوی د ایران د وسلو د تولید په څو ځایونو پراخ بریدونه کړي.

اخوا د ایران د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو څو ورځو کې د اسراییلو په بریدونو سره د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۲۴ تنو ته پورته شوی دی. د دغه وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس حسین کرمانپور په خپله ایکس پاڼه دا خبره کړې ده. هغه زیاته کړه چې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۲۷۷ ټپیان هم روغتونو ته وړل شوي چې له ډلې یې ۵۲۲ تنه بېرته رخصت شوي.

خبرداری: انځور کې ټپي شوی کس
خبرداری: انځور کې ټپي شوی کس

اخوا په امریکا کې میشت د بشري حقونو یوې ډلې چې د ایران وضعیت څاري د یکشنبې په ورځ اعلان کړی چې پر ایران د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰۶ کسان وژل شوي او ۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.

ایران هم چې پر اسراییلو خپلو ځوابي بریدونو ته دوام ورکړی یو وار بیا تېره شپه په حیفا او څو نورو سیمو توغندويي بریدونه کړي.

که څه هم د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې اکثر دا توغندويي بریدونه یې تعقیب او شنډ کړي خو رسنیو په اسراییلو کې د تازه چاودنو خبر ورکړی دی.

په حیفا کې د ایران په بریدونو کې ټپي کس
په حیفا کې د ایران په بریدونو کې ټپي کس

د راپورونو له مخې حیفا ته څېرمه په کارمل سیمو کې د ایراني راکټونو تر لګېدو وروسته څو ځایه اورونه بل شوي. په حیفا بندر کې دوه ودانۍ او یوه ودانۍ هم د اسراییلو په جنوب کې د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې وران شوي. د اسراییلو ژغورندویې ډلې د لا نورو سیمو د څېړلو په حال کې دي.

حیفا ښار تېره شپه
حیفا ښار تېره شپه

د ایران د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ اسراییلیان ټپیان شوي. په مخکنیو ورځو کې د لږ تر لږه ۱۳ اسراییلیانو د وژل کېدو او د څه باندې ۲۰۰ نورو د ټپيانیدو راپور ورکړل شوی وو.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG