د ایران قضایه قوې اړوند میزان خبري اژانس په خپل ټیلیګرام کې د دوو کسانو د اعتراف ویډیو خپره کړې.
په دې ویډیو کې د ایران د پولیسو ویاند سردار منتظر المهدي ادعا کړې چې د تهران په لویدیځ کې دغو دوو «غیرمجاز بهرنیو اتباعو» د اسراییلو رابط ته د ایران د دولتي راډیو ټلویزیون او د یوه چارواکي ادرسونه د وټسپ له لارې شریک کړي وو.
هغه ادعا کړې چې دغو کسانو د هر یوه ادرس په بدل کې دوه زره ډالره ترلاسه کړي.
په دې ویډیو کې چې کره والی یې ازادي راډیو نه شي تاییدولی ظاهراً دوه افغان کډوال اعتراف کوي چې د صداوسیما او د یوه بل چارواکي ادرسونه یې په وټسپ کې یوه کس ته ورلیږلي وو.
د ایران امنیتي ادارې د جعلي او جبري اعترافونو په اخیستلو کې شهرت لري او اکثر داسې پېښ شوي چې له بنده ازاد شویو کسانو وروسته ویلي چې د دوی اعترافونه په زور اخیستل شوي وو او ناسم وو. د طالبانو حکومت د افغان کډوالو په تېره د اسراییلو د جاسوسۍ په تور د ځینو افغانانو د نیولو په خبرونو تبصره نه ده کړې.
د ایران او اسراییلو د بریدونو په اوج کې ځینو رسنیو په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت په حواله راپور ورکړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال باید د ایران پوځي مراکزو ته څېرمه له تګ راتګ جدي ډډه وکړي.
دغه سفارت په خپل بیان کې خبرداری ورکړی چې دا مراکز تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې دي او هر ډول مشکوک رفتار ممکن قانوني عواقب له ځان سره ولري.
اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ د ایران له حکومت غوښتي چې له افغان کډوالو ساتنه وکړي.
هغه ویلي په ایران کې څه باندې پنځه میلیونه افغانان د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.
څو ورځې مخکې هم په مشهد کې د لږ تر لږه ۱۸ افغان کډوالو د نیول کېدو خبر خپور شوی وو چې وروسته د خراسان رضوي امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري وویل دا غیر مجازه افغان کډوال له اسراییلو او د ډرون د جوړولو له قضیې سره هېڅ تړاو نه لري.
اسراییلو په تېرو نهو ورځو کې د ایران ګڼ مهم قومندانان او پوځي – حکومتۍ ودانۍ تر بریدونو لاندې نیولي دي.