د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

د ایران او اسراییل د جګړې نوی اړخ، امریکایي پوځیانو ایران کې درې هدفونه ویشتلي


د فورد اټومي بټۍ د برید په اړه د ټرمپ پوسټ
د فورد اټومي بټۍ د برید په اړه د ټرمپ پوسټ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په دریو اټومي تاسیساتو یې بریالي بریدونه کړي دي.

ټرمپ څو شیبې مخکې پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشیل تروټ ولیکل چې الوتکو یې د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه کړي.

هغه ویلي( پر فوردو تاسیساتو د بمونو یوه ټولګه وغورځېده او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول کور ته پر لاره دي.)

پر ایران د برید په اړه د ډونالډ ټرمپ پوست
پر ایران د برید په اړه د ډونالډ ټرمپ پوست

هغه خپل پوځ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې ده چې د نړۍ بل هیڅ پوځ داسې کار نه شي کولای.

ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي رسنیو لیکلي، هغه الوتکې چې پر ایران یې بریدونه کړي، د امریکا له میزوري هوایي اډې څخه پورته شوې وې.

اسراییلي رسنیو ویلي چې امریکا دغه برید د اسراییلو په بشپړې همکارۍ ترسره کړی دی

راپورونه وایي، امریکا دیرش ټنه بمونه د ایران پر دغو اټومي تاسیساتو اچولي دي.
اسراییل د جون په ۱۳مه د ایران پر لوړپوړو پوځي چارواکو بریدونه وکړل او وروسته بیا ایران پر اسراییلو غچ اخیستونکو بریدونو ته زور ورکړ.

نن د جون دوه ویشتمه، د دغې جګړې لسمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG