د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۹

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د ترانس افغان پروژې په اړه د یوې موافقې لپاره نن کابل ته سفر کوي


د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، به نن (پنجشنبه) په یوه ورځنۍ سفر کابل ته ولاړ شي، چې د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د رېلګاډي پروژې د امکان سنجونې د چوکاټ موافقه لاسلیک کړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، له نوموړي سره به یو جګپوړي پلاوی هم ملګری وي، چې پکې د پاکستان د رېللارو وزیر، د افغانستان لپاره د صدراعظم ځانګړی استازی او د رېللارو وزارت معین شامل دي.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به د ازبکستان او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راورسیږي او په دوو درې اړخیزو غونډو کې به ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان د ترانسپورت، د پاکستان د ریللارو او د طالبانو د ټولګټو وزیران د ترانس افغان پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه په ارګ کې لاسلیک کړي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د منځنۍآسیا هېوادونو ته به د پاکستان سمندري بندرونو ته لار برابره کړي.

تمه ده چې دا پروژه د سیمه‌ییز تجارت او ترانزیت له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هیواد د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د دې پروژې د بریالي تطبیق لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي. د دریو ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ په کابل کې د ګډې امکان سنجونې د چوکاټ موافقې لاسلیک، د دې پروژې د پلي کېدو په لور یو مهم ګام دی.

تر دې سفر وړاندې پرون د پاکستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېللارې د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکسپاڼه دا خبر ورکړی او لیکي چې مرستیال صدراعظم او د بهرنیوچارو وزیر محمداسحق ډار او د ازبکستان د بهرنیوچارو وزیر بختیار سعیدوف د ټلفوني خبرو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د سیمه ایز اتصال د دې پروژې د موافقې طرح به ژرترژه بشپړه شي.

بیان زیاتوي چې دواړو جګپوړو ډیپلوماتانو د سیمې پر روان وضعیت هم خبرې وکړې.

د ترانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیز توافق د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د منځنۍ آسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.

د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي ۷۶۰ کیلومتره اږدوالی لري، له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خرلاڅۍ بندر له لارې د خیبرپښتونخوا کورمې سیمې ته ننوځي.

XS
SM
MD
LG