د کونړ زلزله ځپلې او ټپي ښځې وايي روغتیايي اسانتیاوې نه لري

په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. دوی ازادي راډیو ته وویل چې د میاشتنۍ ناروغۍ او امېندوارۍ حساسه دوره کې دي او سختې ټپیانې شوې هم دي، خو په خبره یې حتی د غاړې له جامو پرته نه د اغوستلو څه لري، نه روغتیایي اسانتیاوې او درمل او نه د ځان مینځلو لپاره ځای لري.

۳۰ کلنه لاهورۍ چې د کونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ د اورک کلي اوسېدونکي ده، شپږ ورځې وړاندې، له زلزلې یې یوازې درې ساعته مخکې یوه لور زېږولې او زلزلې سخته ټپي کړې، اوس په بد وضعیت کې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې تر خیمو لاندې اوسېږی.

لاهورۍ ازادي راډیو ته وویل چې دوه کوچني زامن یې په زلزله کې مړه شوي او مېړه یې د سختو ټپونو له امله لا هم روغتون کې بستر دی، خو په خبره یې په دې سخت حالت کې هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ ده:

«د زلزلې په شپه کلینیک ته تللې وم او لور مې پیدا شوه چې کور ته ماخوستن راغلو زلزله وشوه، دوه بچي مې مړه دي، مېړه مې ټپي دی، ماشومه مې اوس ټوټو کې تړلې»
د کونړ د زلزلو یوه زیانمنه ښځه

لاهورۍ زیاته کړه:
«نور هېڅ هم نشته، شیدې ورکوم، خو اوس مې شیدې نشته، موږ ته دې مرستې راکړي، لور ته مې دې (خوراکي) څه ورکړي زما خو شیدې نشته، نور بچي مو مړه دي دلته خیمې لاندې ناسته یم.»

د کونړ زیانمنې ښځې او ماشومان


د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یوه بله زلزله ځپلې ۱۸ کلنه راز بي بي چې د شپږ میاشتو امېندواره ده هم د ورته ستونزو په اړه شکایت کوي او وایي چې په ملا باندې سخته ټپي ده او هېڅ ډول درملو او روغتیایي یا ښځینه قابلې ته لاسرسی نه لري.

راز بي بي چې هم د خاص کونړ ولسوالۍ زلزله ځپلو ته په دې جوړ شوي کمپ کې تر خیمو لاندې اوسېږي، ازادي راډیو ته یې وویل:

«د شپږو میاشتو ماشوم مې په خېټه دی، ډبره راباندې راوښتې ده او سخت مې ملا او پښې درد کوي»
د کونړ د زلزلو زیانمنه ښځه راز بي بي

راز بي بي زیاته کړه:
«ښځینه ډاکتره نشته او یو نارینه ډاکتر و، ورغلم هغه ویل چې داسې څه درمل راسره نشته چې تا ته یې درکړم، هر څه ته مو اړتیا ده، نورې جامې نشته، ماشومان مې بربنډ راوستي دي، تشنابونه نشته، همداسې په ډاګ په خیمه کې پراته یو.»

یوازې د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره مېندې نه، بلکې ځينې ښځې او نجونې هم چې عملا د میاشتنۍ ناروغۍ دوره کې دي، د ورته وضعیت یادونه کوي.

۲۳ کلنه زرڅانګه چې د نور ګل ولسوالۍ د غازي اباد د درې اوسېدونکې ده او زلزلې یې د کورنۍ ۱۷ تنه غړي ترې اخیستي او مېنه یې په بشپړ ډول ور ویجاړه کړې، ازادي راډیو ته یې وویل چې حتی د بدلولو لپاره یوه جوړه اضافه جامې یا روغتیایي توکي نه لري:
«همدا اوس خو همدې ستونزې (میاشتني عادت) سره مخ یم، هېڅ هم راسره نشته، مېنې خو مو ټولې ورانې شوي، چې (میاشتنۍ ناروغي) راشي خو د ډېرو ستونزو سره مو مخ کوي، یوازې یوه جوړه جامې مو غاړه کې دي، د ماشومانو هم خېټې خرابې شوي، حتی پمپرې (روغتیایي توکي) نه لرو، حتی د جامو د بدلولو ځای نشته، نه مو د لامبلو (ځان مینځلو) ځای شته، موږ ته یې هېڅ هم نه دي راکړي.»

دا زلزله ځپلې مېندې او نجونې غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې مناسبې سرپناوې او سیار تشنابونه ورته جوړ شي او درمل، پاکې اوبه، خواړه او د روغتیایي اسانتیاوو په ګډون ښځینه قابله ګانې او روغتیا پالانې هم ورواستول شي.

د دې نجونو او ښځو د ستونزو او غوښتنو اړوند مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو نومړو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ځینې روغتیاپالانې د امېندوارۍ، تر ماشومانو زېږېدولو وروسته د میندو او د نجونو د میاشتني عادت دوره مهمه او حساسه بولي او ټینګار کوي چې باید د حفظ الصحې د مراعتولو لپاره ژر تر ژره دوی ته روغتیایي اسانتیاوې او د ښځینه قابله ګانو او ډاکترانو تر مراقبت لاندې څار ته زمینه برابره کړل شي.

له دې ډلې د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو سره خبرو کې خبرداری ورکړ چې که د دې مېرمنو او نجونو وضعیت ته رسېدنه ونه شي، خطرناکه ناروغۍ به رامنځته شي: «دغو ستونزو او حالاتو ته کې جدي پاملرنه ونه شي، ممکن په میندو او دې نجونو کې بېلابېلې رواني او روغتیایي ستونزې رامنځته کړي، که چېرې حفظ الصحه یې مراعت نه شي، مختلف مېکروبونه به یې په بولي سیسټم کې سراعت وکړي، دغه راز دننه بدن کې یې د التهاب لامل کېږي ځکه کافي او پاکې جامې نه لري، دغه راز میندو کې د کولرا سبب هم کېږي چې حتی د دوی ژوند ګواښلی شي، بل شیدې ورکوونکو میندو ته هم خطرونه پېښولای شي.»

ډاکتره بهرام وایي چې دې حالت کې د ماشوم د سمې نه تغذیه کېدو له امله نوي زېږېدلي ماشومان شدیدې خوارځواکۍ، د کلسیمو کمښت او حتی د ذهني شاته پاتې کېدو خطرونه هم رامنځته کېدای شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ځینو زلزله ځپلو ښځو، کورنیو او په سیمه کې رضاکارانو ازادي راډیو سره خبرو کې د ښځو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د ښځینه ډاکترانو او مرستندویه ښځینه کارکوونکو د کمښت شکایتونه کړي دي.

که څه هم زلزله ځپلو ته د روغتیا او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمانونو په ګډون د ملګرو ملتونو او بېلابېلو مرستندویه بنسټونو د مرستو رسولو د هڅو خبرې کړي، خو دوی یې د وضعیت د کنټرول لپاره کافي نه بولي.

د تېرې یکشنبې په شپه (د اګست په ۳۱مه) ناوخته، د ریښتر په کچه شپږ درجې شدیدې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړې توګه کونړ ولړزاوه چې درانه تلفات او زیانونه یې رامنځته کړل.

د طالبانو حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي، له ۳۶۰۰ څخه زیات نور ټپیان دي او له ۷۰۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي.