د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغان راستنیدونکي نه شي کولای د خوندي سرپناه پرته خپل ژوند بیا جوړ کړي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ د اګست په ۲۴ مه په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې د استوګنځای پرته بېرته ادغامېدل ناممکن دي.
جرمني یو ځل بیا د افغانانو د منلو په اړه له خپلې سختې پالیسۍ دفاع کړې ده. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د دوسیو د څېړلو د بهیر د چټکولو غوښتنه رد کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې د دوسیو دقیق څېړل وخت ته اړتیا لري.
یو شمیر کابل ښاریان وايي، د افغانیو زړو بانک نوټونو په ورځنۍ راکړه، ورکړه کې له ستونزو سره مخ کړي او پلورونکي ترې زړې پیسې نه اخلي. دکانداران هم دا ستونزه تاییدوي خو زیاتوي چې دوی چې له چا مال اخلي هغوی هم ورنه زړې پیسې نه اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو موجودیت" د دواړو هیوادونو د بشپړو اړیکو پر وړاندې خنډ دی. شفت علي خان خبریالانو ته وویل چې دا مسئله له افغان لوري سره د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ده او د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ په چوکاټ کې هم بحثونه پرې کیږي.
د سویس دولتي راډیو تلویزیون SRF له دې هیواده په جرمونو د تورنو افغانانو د ستنولو په هدف ژنیف ته د څلورو طالب ډیپلوماټانو د سفر خبر ورکړی دی. سویس د کډوالو ادارې دا اقدام حساس خو اړین بللی دی.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سی ار) وايي، د اپریل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې، په پاکستان کې له ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
د تازه میوو او سبزیو ځینې افغان سوداګر شکایت کوي چې د پاکستان حکومت لخوا له ویزو او پاسپورټ پرته د موټر چلوونکو پر تګ، راتګ د لګولو شویو محدودیتونو له امله تورخم کې افغانستان غاړې ته په تازه میوې او سبزیو بار په لسګونه موټرې بندې پاتې دي.
بریټانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د "مرګ لېست" ایران ته سپارلی او په ټکو یې ټاکل شوې، درې افغانان چې طالبانو بریټانیا ته د جاسوسۍ په تور نیولي، سپاه پاسداران ته وسپاري.
پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونو پر هغو خبریالانو هم ژوند تنګ کړی چې کلونه کلونه هلته اوسیدلي او ان هغوی چې هلته زیږیدلي دي. دا د هغو افغان کډوالو په ډله کې راځي چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري او موده یې پای ته رسیدلې ده.
نور راوښيه