د متحده ایالاتو له لوري په دې هیواد کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د " لنډمهاله خوندي حالت " د لغوه کولو له اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا آي آر سي په دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.
دغه کمېټې د مۍ په ۱۳ مه په خپله ویب پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د کمیټې د پناه غوښتنې، بیا میشتیدنې او د کډوالو د ادغام څانګې د لوړ پوړي مرستیال هانس وان ډي ویرډ له قوله ویلي، چې افغانستان د دې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په اضطراري لست کې د نازک بشري بحرانونو سره د مخ هیواد په توګه ثبت شوی چې دنیمايي نفوس ژوند یې په بشري مرستو پورې تړلی دی.
نوموړي ویلي که دا پریکړه پلي شي، نو احتمال لري چې له ۹ زره ډېر کسان د اخراج له خطر سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتو کې د مېشتو زرګونو افغان پناهغوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټيپياېس" پروګرام به د روانې مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.
د امریکا د کورنۍ امنیت وزیرې کریسټي نوم پرون دوشنبه د مۍ۱۲مه په یو بیان کې ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت ارزولی او دا افغانان د موقتي خوندي وضعیت د ساتلو لپاره لازم شرایط نه لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني امنیت وزارت دا څرګندونې په افغانستان کې د مثبتو واقعیتونو تایید ګڼلې او دا یې یو رغنده اقدام بللی دی.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د هر افغان د راستنېدو په حق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی چمتو دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې موقتي خوندیتوب پای ته رسیږي.
له بلې خوا، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکې چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د کیسونو د پروسس په تمه دي وايي که امریکا فکر کوي چې افغانستان خوندي دی نو دا پرېکړه کولای شي د دوی په قضیو هم منفي اغیز وکړي.
له ډلې یې یو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:"دا څرګندونې د هغه کسانو لپاره چې زموږ غوندې وضعیت لري او له تېرو درې څلورو کلونو راهیسي د خپلو کیسونو پروسس ته دلته پراته دي او خپل هر څه یې چې لرل له لاسه ورکړي ډېرې د اندېښنې وړ دي، زموږ غوښتنه داده چې د امریکا حکومت دې د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو پرېکړه وکړي نه دا چې د سیاسي انګیزې پر بنسټ د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي. "
یو بل کډوال چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وايي:" که پروسه دغه ډول وځنډول شي یا په بشپړ ډول لغوه شي خلک به لا ډېر اندېښمن کړي، ځکه زموږ په څېر ډېری کورنۍ بېرته افغانستان ته نه شو ستنېدای، که پروسه لغوه کیږي ډېرې بدې پایلې به ولري."
د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.
د امریکا مخکیني ادارې د ۱۴۶۰۰ افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ امریکا ته داخل شوي وو، د لنډمهاله خوندیتوب اجازهلیکونه، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د ۱۸ میاشتو لپاره وغځول.
د موقتي خوندي وضعیت پروګرام یا "ټيپياېس" د هغو بهرنیو وګړو لپاره دی، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
وروسته له هغه، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان بیا واک ټینګ کړ، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.
له دې ډلې له اویا زرو څخه ډېر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.