اوبه د ژوند سرچینه، خو نن سبا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دغه سرچینه په وچېدو ده.
" کله چې آب بازک ( له څا د اوبو را ایستلو وسیله) فعال کړو، څا یوازې یو ساعت اوبه ورکوي، بیا وچیږي."
دا د کابل د اوسیدونکي ۴۶ کلن احمد جاوید نور خبرې دي چې وایي، اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ دی او د څا شته اوبه یې هم تروشې شوې دي.
هغه کابل ته د تګ د لومړنیو وختونو کیسه راته وکړه چې په خبره یې هغه مهال دې ښار کې اوبه پریمانه او ژوند اسانه و. " کله چې مونږ تقریبا اتلس کاله مخکې له لوګره کابل ته راغلو، سه راه علاوالدین یا دارالامان کې اوسیدلو. مونږ یوه څا درلوده، هغه محلي څا چې ګرارۍ او ډولچې لري. ټوله حویلۍ مو په همدې اوبو اوبه کوله، مشکلات د اوبو کم وو. پنځه- شپږ کاله وروسته دغې څا زمونږ احتیاجات نه شوای پوره کولای، بیا مونږ دوه متره نوره ژوره کړه. اوس هغه څا هغه وضعیت کې نه ده، برمه په کې وهل شوې او څلویښت متره ژوره شوې ده."
خاله مې قلعه زمان خان او ماما مې قلعه شاده کې اوسېده، قلعه زمان خان کې محلي څا درلوده، تقریبا پنځه مترۍ کې اوبه وې، قلعه شاده کې هم همداسې وېد کابل اوسیدونکی
ښاغلی نور د خپل کوچنیوالي وخت د سترګو لیدلی حال هم راته ووایه چې په خبره یې، قعله زمان خان او قلعه شاده کې يې د خپلوانو څاګانې یوازې پنځه متره ژورې وې. " زه هغه د کوچنیوالي کیسه درته کوم. خاله مې قلعه زمان خان او ماما مې قلعه شاده کې اوسېده، قلعه زمان خان کې محلي څا درلوده، تقریبا پنځه مترۍ کې اوبه وې، قلعه شاده کې هم همداسې وې."
یو وخت له اوبو ډک دغه ښار کې اوس اکثره څاګانې وچې او خلک د څښاک په اوبو پسې سرګردانه دي.
د الوخېلو اوسیدونکی رحمت الله وایي، کور کې یې پخوانۍ څا وچه شوې او اوس د اړتیا وړ اوبه په بیه اخلي. " موږ څلویښت متره څاه وهلې وه، خو دا ډېر وخت وشو چې اوبه په کې وچې شوي دي، دا د ټول کلي حال دی، همدا اوس د اختر دوهمه ده خو زموږ کور کې یوه پیاله اوبه نشته چې ان چای ترې وکړو، اوس د ټانکر په انتظار ناست یو چې کله به راځي او موږ به ترې اوبه اخلو، اوبه ورځې تر بلې کمیږي، ټوله سیمه له وچکالۍ سره مخ ده حکومت باید دې برخې ته جدي پام وکړي."
موږ څلویښت متره څاه وهلې وه، خو دا ډېر وخت وشو چې اوبه په کې وچې شوي دي، دا د ټول کلي حال دید کابل اوسیدونکی
دغه اندیښنې داسې مهال مطرح کیږي چې د مرسي کورپس په نوم یوې نړیولې موسسې خبرداری ورکړی چې ۲۰۳۰ کال پورې به کابل داسې یو ښار شي چې بشپړه وچکالي به په کې وي.
مرسي کورپس ویلي، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ټیټه شوي چې لاملونه یې چټکه ښاري پراختیا او د اقلیم بدلون دی.
مرسي کورپس وایي کابل کې اوسنۍ تر ځمکې لاندې اتیا فیصده اوبه د فاضلابو یا ککړو اوبو د لوړې کچې کیمیاوي عناصر لري او خوندي نه دي.
راپور کې د کابل د اوسیدونکو شمېر ۷ میلیونه بلل شوی. د دغه شمېر وګړو د اوبو اړتیا په کال کې ۴۴ میلیون متر مکعبه بلل شوي چې د اړتیا دغه اندازه د اوبو له اوسنۍ کچې یا پيدا کېدونکو اوبو څخه لوړه ده.
د مرسي کورپس په څیړنه کې راغلي، د کابل یوشمېر کورنۍ د عاید دیرش فیصده پيسې په اوبو مصرفوي او ګڼ شمېر دغو کسانو د اوبو لپاره پورونه کړي دي.
تر دې وړاندې یونیسف د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۹ په یو بیان کې لیکلي وو چې که په دې برخه کې بېړني اقدامات ونهشي، کابل ښار به تر ۲۰۳۰م کال پورې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.
کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه لویه او جدي ده، خو حل لارې څه کیدا شي او د طالبانو حکومت څه کړي دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت دغه ستونزه تاییدوي او یې دي چې دوی کابل کې د ځمکې لاندې اوبو او د سیندونو اوبو د ساتنې او زیرمه کولو پلانونه لري.
دغه وزارت تېر کال وویل، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد د یوه کانال سروې بشپړه شوې او دوی د دغې پروژې لګښت شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالره یاد کړی دی.
هڅه مو وکړه چې له دغه وزارته وپوښتو چې د هغې پروژې کار چیرته رسیدلی، خو کوم چارواکي یې معلومات رانکړل.
د چاپيریال ساتنې متخصصان هم وایي چې سملاسي حل لارې د کابل شاوخوا ته د قرغې، للندر او شا و عروس بندونو فعال مدیریت، د ژورو څاګانو مخنیوی او د پنجشنیر او لوګر له سیندونو کابل ته د اوبو لېږد دی.
کابل سیند اوبه چې پاکستان ته بهیږي باید مدیریت شي، د لوګر سیند او د پنجشیر سیند اوبه باید راوګرځول شيد چاپیریال ساتني متخصص عبدالله هيواد
د چاپیریال ساتنې متخصص عبدالله هیواد ازادي راډيو ته وویل" کابل د اوبو له یو جدي کمښت سره مخ دی، حکومت دې هر څه عاجل د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي، کابل سیند اوبه چې پاکستان ته بهیږي باید مدیریت شي، د لوګر سیند او د پنجشیر سیند اوبه باید راوګرځول شي، دغه شان باید د دې سیندونو په اوږدو کې ژورې څاګانې وکېندل شي تر څو دا اوبه دلته زخیره شي او تر ځمکې لاندې اوبه ورسره زیاتې شي."
د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مرسته د کابل ښار شاوخوا ته د باراني اوبو د زیرمه کولو په هدف نژدې دوه میلیونه واړه خندقونه او ۲۵ چک ډمونه هم وکېندل شول.
دغه هڅې په خپل ځای کې ګټورې خو د کتونکو په باور اړتیا ته په کتو ډېرې ورو او ټکنۍ روانې دي.
خلک او کتونکي د طالبانو له حکومت او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو او موسسو څخه دې برخه کې د بیړنو عملي ګامونو او پراخې پانګونې غوښتنه کوي.