د قطر دولتي هوايي شرکت، قطر اېر وېز، د چهارشنبې په ورځ (د می ۱۴مه) دغه خلیج عربي هیواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال د امریکا له بوینګ شرکت سره د جیټ الوتکو د پیرودلو یو تړون لاسلیک کړ.
ټرمپ وویل چې دا تړون د ۲۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت دی او ۱۶۰ جیټ الوتکې پکې شاملې دي. ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په دوحه کې د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون درلود.
دا تړون خلیج هیوادونو ته د ټرمپ د سفر په دوهم تمځای کې لاسلیک شو او دا وروسته له هغه چې ټرمپ د سه شنبې په ورځ (د می ۱۳مه) له سعودي عربستان سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ وویل چې د بوینګ اجرایوي رییس کیلي اورټبرګ، چې د ټرمپ او قطري امیر تر څنګ یې د قطر هوایی شرکت اجرایوي رییس بدر محمد المیر سره تړون لاسلیک کړ، هغه ته وویل چې "دا د بوینګ په تاریخ کې د جیټ الوتکو د پلور ترټولو لوی تړون دی، او دا خورا ښه دی."
ټرمپ زیاته کړه: "دا قرارداد تر ۲۰۰ ملیارد ډالرو په زیات لګښت دی خو د جیټ الوتکو له پلوه د 160 دانو الوتکو قرارداد په زړه پورې دی. نو دا یو ریکارډ دی.
ده زیاته کړه: کیلي، او بوینګ ته دې مبارک وي.
دا روښانه نه ده چې د بوینګ الوتکو کوم ماډلونه به د دې قرارداد برخه وي.
بوینګ نور نرخونه نه خپروي خو د دې شرکت ترټولو ګران جیټ، 777X لپاره د وروستي خپاره شوي ارزښت پراساس، د 160 اوږده واټن الوتکو ارزښت به شاوخوا 70 ملیارد ډالره وي.
بوینګ په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې او د قطر اېروېز هوايي شرکت هم د دغو الوتکو د بیو په اړه څه نه دي ویلي.